Banner

د پکتېاځوانانو له پاره يوورځنى سمينار جوړشو

19.03.2009 08:25

د پکتيا ولايت په مرکزګرديز ښارکې د دې ولايت د ١٣ولسواليو او مرکز د ځوانانو له پاره د ستونزو دهواري يو ورځنى سمينارجوړ شو.
په دغه سيمنار کې چې دځوانانو مديريت او افغانستان د ځوانانو د ملي اوټولنيز ارګان په نوښت جوړ شوى وو په لسګونو ځوانانو ګډون درلود.
د ځوانانو د ټولنې مشر رحيم ګل وفادار وويل د دغه سمينار موخه دا ده ې د پکتيا ټول ځوانان په ټولو برخو کې يو له بل سره مرسته وکړي او د ټولنې ناخوالې په ګډه هوارې او د چارواکو ترغو ږونو يې ورسوي.
د يادولو وړده دا لمړي ځل دى چې په پکتيا ولايت کې د ځوانانو له پاره دغه ډول سمينار جوړېږي.


ساحل منګل:پکتيا